په سرپل ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ ترمیم شوه

media-moe
Sat, Oct 18 2025 12:34 PM
ظشسیشس

 د پوهنې وزارت لخوا د ۹۵۲ زره۸۲ افغانیو په لګښت، د سرپل ولایت البدر ولسوالۍ په یوه لېرې پرتې سیمه کې د ښوونځي ودانۍ ترمیم او بیاځلې ورغول شوه.
د ښوونځي دغه ودانۍ چې پخوا د اسانتیاوو کموالي او د مناسب تعلیمي ځای نشتوالي له امله له ډېرو ستونزو سره مخ وه، اوس‌مهال د یاد ولایت پوهنې چارواکو په هڅو او همکارۍ سره بیا د تعلیمي خدمتونو وړاندې کولو ته چمتو شوه.
د دې ښوونځي د بیا پرانستلو پر مهال، د سرپل ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني وویل: "د پوهنې وزارت ژمن دی، د هېواد ټولو برخو ته په ځانګړې توګه هغو سیمو ته چې ماشومان یې له کلونو راهیسې له زده‌کړې محروم دي، تعلیمي خدمات وړاندې کړي؛ له همدې امله د پورته ذکر شوي ښوونځي بیارغونه د دې ژمنې د پوره کولو لپاره یو کوچنی مګر اغېزمن ګام دی.
سیمه‌ییزو اوسېدونکو هم د پوهنې وزارت له دغه ډول اقدام څخه خوښي څرګنده کړه، د هېواد د تعلیمي سیسټم په ملاتړ کې یې خپله همکاري تازه او د دغه شان تعلیمي ستونزو حل ته یې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS