پوهنې وزارت د پکتیکا ولایت ښوونځیو ته ۱۰۰۰ پایې مېزونه او څوکۍ ووېشلې

پوهنې وزارت د پکتیکا ولایت په مرکز او څو ولسوالیو کې ښوونځیو ته ۱۰۰۰ پایې مېزونه او څوکۍ توزېع کړې.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد په دې اړه وویل چې ښوونځیو ته د پورته ذکر شویو مېزونو او څوکیو وېشلو موخه د زدهکوونکو لپاره د زدهکړې مناسب شرایط برابرول او د دوی اساسي اړتیاوې پوره کول دي.
ښوونکو او په ځانګړي ډول زدهکوونکو د مېزونو او څوکیو په ترلاسه کولو خوښي څرګنده او د دې وزارت د مشرتابه له هڅو یې ستاینه وکړه.