د قرارداد ورکولو پرېکړې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې سره سم، ټولو کسانو ته خبر ورکول کېږي، د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د یاد وزارت د خدماتو ریاست د اړتیا له مخې د ۱۰ قلمه قرطاسیه موادو او وسایلو د تهیه کولو او پېرودلو پروژې لپاره قرارداد د ۳۵۰۸۵۰۰( درې مېلیونه، پنځه سوه آته زره او پنځه سوه افغانۍ) قېمت ورکړي.
هغه حقیقي اشخاص او حقوقي ادارې چې په دې اړه کوم اعتراض لري، کولی شي خپل اعتراضونه په لیکلي ډول، د خپلو دلایلو سره یوځای د یاد اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د اوو تقویمي ورځو په اوږدو کې، د تدارکاتو قانون د ۵۰ مادې د احکامو سره سم، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.