په غزني ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات پرانیستل شو
د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکو، د پوهنې ریاست سره په همغږۍ، د قره باغ ولسوالۍ اړوند په نوروز خېل کلي کې د ابي ابن کعب (رضی الله عنه) دیني مدرسې لپاره د ۵۷۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت یو محراب جومات جوړ کړ.
د چارواکو په وینا؛ دغه جومات، چې د سیمې د خیرخواهانو او دینداره خلکو په لګښت جوړ شوی، یو ښکلی محراب، منبر او یو منظم د لمانځه تالار لري، ترڅو د مدرسې طلاب او ځایي خلک د عبادت، مذهبي او روحاني زده کړې لپاره ترې ګټه پورته کړي.
