د پوهنې محترم وزیر په رسمي سفر کندهار ولایت ته لاړ

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا د رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ اړوند "مبیت" او "صدیقیه" مدارسو څخه لیدنه وکړه.
د یاد سفر په ترڅ کې، د پوهنې محترم وزیر د دغو مدارسو له علمي، اداري او لیلیې چارو څارنه وکړه، له چارواکو او طلابو سره یې مفصلې خبرې وکړې او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
په دې غونډه کې، د پوهنې محترم وزیر د مدارسو د علمي کیفیت ښه کولو، د مدرسینو روزنې او د لیلیې د حالت پر لاښه والي ټینګار او سپارښتنه وکړه.