د هېواد په ولایتونو کې د دیني مدارسو طلابو ترمنځ د صرف او نحوې سیالۍ پیل شوې

media-moe
Sat, Oct 11 2025 11:09 AM
54151

د پوهنې وزارت اسلامي زده کړو معینیت د دارالعلومونو ریاست د ځانګړي پلان سره سم، د مدارسو او دارالعلومونو د طلابو علمي کچې لوړولو لپاره، د هېواد په ولایتونو کې د "صرف او نحوې" سیالۍ پیل شوې دي.
یادې سیالۍ چې ولایتونو ته د اسلامي زده کړو معینیت د لېږل شویو پلاويو تر څارنې لاندې ترسره کېږي، نن د میدان وردګ، پروان، هرات او بدخشان ولایتونو د تعلیمي ادارو د شاوخوا ۴۰۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ پیل شوې، چې په همدې موخه د پوهنې وزارت د دارالعلومونو د رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقدوس قدوسي په مشرۍ پلاوی بدخشان ولایت ته تللی دی.
د اسلامي زده کړو معینیت د چارواکو په وینا؛ ټاکل شوې ده چې د ازموینې پایلې د وزارت د مسئول ټیم ​​لخوا وارزول شي او پایلې به یې ژر تر ژره اعلان شي، چې ممتازه طلابو ته به ډالۍ ورکړل شي.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS