په میدان وردګ ولایت کې د یوې لېسې لپاره کمپیوټر‌خونه جوړه شوه

media-moe
Tue, Oct 07 2025 2:27 PM
564416

د میدان‌وردګ ولایت د چک ولسوالۍ نورالمدارس عالي لېسې لپاره په کمپیوټرونو سمبال مجهز ټولګی د سیمې د یو تن اوسېدونکي او علمي شخصیت محترم محمد سنګین واحدي په مالي مرسته جوړ او په رسمي ډول پوهنې مسئولینو په حضور کې پرانیستل شو.

په دغه کمپیوټر‌خونه کې ۳۰ پایې HP لپ ټاپ کمپیوټرونه، ۵۶ انچه سکرین، ۸ لمریزې تختې، ۳۰ پایې څوکۍ، ۱۰ پایې مېزونه او نور لابراتواري وسایل شامل دي، چې ټولټال ۵۰۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد عثمان حریت له ښاغلي محمد سنګین واحدي څخه مننه وکړه او ټکنالوژۍ ته یې د زده‌کوونکو لاسرسی یو تر ټولو مهمه اړتیا وګڼله.

د یادونې وړ ده چې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو پخوا هم له مدارسو او ښوونځيو سره ورته مرستې کړې دي.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS