له کابل او ننګرهار ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
Tue, Oct 07 2025 2:27 PM
5441

کابل

د کابل ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالسلام شعیب، د یاد ولایت د حج او اوقافو رئیس مولوي شریف الله خادم په ملتیا، د چهاراسیاب ولسوالۍ پوهنې آمریت څخه لیدنه وکړه او چارواکو ته یې د دوی د مکلفیتونو او مسئولیتونو څخه خبر ورکړ.

د یو بل خبر له مخې:

د کابل ولایت د چهاراسیاب، بګرامي، ده سبز، خاک جبار، سروبي او موسهي ولسوالیو د ښوونځیو د ۱۱۱ تنو غوره زده کوونکو ترمنځ د ساینسي مضمونونو سیالي پیل شوه.

کابل ښار

د کابل ښار پوهنې ریاست سره په همغږۍ، یوې تعلیمي ادارې په پنځمه ناحیه کې د رسمي او خصوصي ښوونځیو او صنفي اصولو ۳۱۰ تنو ښوونکو ته "په اسانۍ سره د قرآن کریم تدریس" په اړه پنځه ورځنی سیمینار جوړ کړ.

ننګرهار

د پوهنې یوې مرستندویه ادارې د ننګرهار ولایت زده کوونکو ته د ۲۳۴زره ۲۴۰ افغانیو په لګښت د لیکلو مواد لکه ۶،۳۰۰ کتابچې، ۴،۷۰۰ دوسیې او ۳،۹۴۸ قلمونه توزېع کړل.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS