په میدان وردګ ولایت کې له ۲ بابه ښوونځیو سره مالي مرسته وشوه

د میدان وردګ ولایت سید آباد ولسوالۍ اړوند لاچي خېل منځني ښوونځي ته د پوهنې مینه والې آغلې ډاکټر روشنک په مرسته د ۴۱۰ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاک اوبو او برېښنا سیسټمونه جوړ شول.
د پوهنې چارواکو د ډاکټر روشنک څخه د مننې په څرګندولو سره وویل: د لاچي خېل ښوونځی په یوه لېرې او محرومه سیمه کې موقعیت لري.
د یو بل خبر له مخې:
د ځایي خلکو په مرسته، د دایمیرداد ولسوالۍ عطایي عالي لېسې لپاره د ۳۰ زره ۴۰۰ افغانیو په لګښت یو شمېر تخنیکي او برېښنایي وسایل اخیستل شوي دي.