په نیمروز ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
Thu, Sep 04 2025 12:35 PM
سیبسیب

د نیمروز ولایت په مرکز شریف آباد سیمه کې د جمال‌الدین عرب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې مرستندویه ادارې په مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې چارواکو، دیني علماءکرامو او سیمه ییزو مخورو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د ښوونځي دغه ودانۍ، چې د یو پوړ سره په ۱۵۰۰ متره مربع ساحه کې جوړه شوې، ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، یو کتابتون، ۲ د اوبو څاګانې، ۳ تشنابونه او نورې اړینې اسانتیاوې لري.

د نیمروز ولایت پوهنې مسئولینو په وینا، د ښوونځي له دغې نوې ودانۍ سره د سیمې ۸۹۴ تنو ماشومانو ته خوندي او مناسب چاپېریال برابر شو.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS