په بامیان ولایت کې د ښوونکو لپاره مسلکي سیمینار ترسره شو

د بامیان ولایت پوهنې ریاست روزونکو لخوا د یاد ولایت ورس ولسوالۍ اړوند ښوونځيو ۸۴ تنو ښوونکو لپاره روزنیز پروګرام پیل شو، چې موخه یې په بېلابېلو مضمونونو کې د ښوونکو عملي وړتیاوې لوړول دي.
د یاد سیمینار په جریان کې به ښوونکي د اړوندو مضمونونو په عملي تجربو بلد او د مسلکي ښوونکو تر څارنې لاندې به خپلو تدریسي مهارتونو په برخه کې عملي روزنه ترلاسه کړي.
د پوهنې چارواکو په وینا، دا هڅې د ښوونکو مسلکي کچې لوړولو لپاره کېږي، ترڅو هغوی وکولی شي په خپلو اړوندو ښوونځیو کې عملي او مؤثر تدریس ترسره کړي.