د لغمان مرکزي دارالمعلمین ته د لیلې ودانۍ پرانېستل شوه
د څه کم نولس میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان مرکزي دارالمعلمین د انجونو لپاره ۲۰۰ کسیزه د لیلې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دلغمان د پوهنې رئیس عبدالله حمیدي په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې د مرکزي دارالمعلمین کې د انجونو دوه سوه کسیزه لیلېه په دوو پوړونو کې د څه کم نولس میلیونو افغانیو په لګښت په اساسي ډول جوړه شوې، چې ۳۰ خونې ۲۰ تشنابونه او نورې اړوندې ټولې آسانتیاوې لري.
نوموړي دغه راز وویل، چې ددغې لیلې په جوړیدو سره به د ټولو هغو ښځینه محصلینو د هستوګڼې ستونزه حل شي چې کورنه یې په لرو پرتو سیمو کې دي.
وروسته د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ هم په خپلو خبرو کې په عالي دارالمعلمین کې د انجونو لپاره د نوې لیلې د ودانۍ په جوړیدو د خوښۍ ترڅنګ ددغې ادارې مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې د زده کړو کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
همدارنګه د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او تعلیمي نصاب مرستیالې لیلا مرجان متین هم په خپلو خبرو کې د خوښۍ ترڅنګ یادونه وکړه چې د وزارت رهبري یې په دې ولایت د ښوونکو د مسلکي روزنې لپاره ګڼې برنامې په پام کې لري.
نوموړې زیاته کړه چې په ټول هیواد کې به د دارالمعلمینونو د ټولو اړتیا وو د پوره کېدو لپاره لا نورې هڅې هم وکړي.
