بدخشان ولایت کې د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي ودانیزې چارې پیل شوې
د بدخشان ولایت کوهستان ولسوالۍ په سمیندره کلي کې د عبدالله مصرع لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره، د سیمه ییزو چارواکو، قومي مخورو او سیمه ییزو اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
د ښوونځی دغه ودانۍ چې څلور درسي خونې او یو دهلیز به ولري، د عامو خلکو په ملاتړ د ۸۰۰ زره افغانیو لګښت سره په څلور جرېبه ځمکه کې جوړېږي.
پوهنې مسئولینو د پوهنې په پراختیا کې د سیمه ییزو خلکو د فعال رول ستاینه وکړه او د دې ښوونځي جوړول یې د هغه کلي د ماشومانو لپاره د تعلیمي چاپېریال برابرولو په لور یو ارزښتناک ګام وباله.
په ورته وخت کې، د بدخشان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد د سمیندره له خلکو د ستاینې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د تعلیمي زیربناوو لاښه والي په برخه کې به د خلکو په ملتیا هڅو ته دوام ورکړي.
