د هلمند ولایت د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره د وړتیا لوړولو سیمینار پیل شو

د هلمند ولایت د پوهنې ریاست د ښوونکو مسلکي پراختیا ټیم له خوا، د یاد ولایت د ښوونکو مسلکي پراختیا د ۱۲ تنو علمي غړو لپاره د وړتیا لوړولو ۸ ورځنی سیمینار پیل شو.
یاد سیمینار چې د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ تنظیم شوی، پورته ذکر شويو علمي غړو ته روزنه ورکوي؛ ترڅو په اداري او تدریسي برخو کې خپل مسلکي مهارتونه لوړ او وکولی شي د تدریس له نويو او معیاري مېتودونو سره بلد او په خپلو کاري ساحو کې ترې ګټه پورته کړي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض انصاري ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دغه سیمینار منځپانګه اغېزمنه وبلله او ویې ویل: "تاسو کولی شئ د تدریس د نویو مېتودونو په کارولو سره تعلیمي پروګرامونه لاپسې ښه کړئ او د زدهکوونکو د پوهې کیفیت لوړ کړئ."