د نیمروز ولایت مدرسینو او ښوونکو لپاره ښوونیز سیمینار ترسره شو
د نیمروز ولایت د مرکز او ولسوالیو مدرسینو، ښوونکو، مدیرانو او د ښوونځیو سرښوونکو مسلکي پراختیا ۶۵ تنو غړو لپاره، "د مدرسینو او ښوونکو د کړنو ارزونې نوې بڼه او طریقه" تر سرلیک لاندې یو ورځنی تعلیمي او لارښود سیمینار، د یاد ولایت پوهنې چارواکو او د ولایت مقام د اداري اصلاحاتو کارپوهانو په حضور کې جوړ شو.
په پیل کې د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو آمر او څېړونکي د ښوونکو د تدریسي پروسو ارزونې اهمیت او ګټو په اړه لارښود وینا وکړه.
ورپسې دغه سیمینار په رسمي ډول د اداري اصلاحاتو ادارې او د ولایت مقام روزونکو له خوا پرانیستل شو.
