د مرکز او ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
Wed, Jul 09 2025 4:06 PM
12

کابل ښار
د کابل ښار پوهنې ریاست مسئولینو او مؤظفو پلاویو په حضور کې، د ۲۹۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي کچې تثبیت په موخه، ازموینه واخیستل شوه.
ټاکل شوې ده چې هغوی د رسمي ښوونځیو  په یوولسم ټولګيو کې شامل شي.

کونړ
د کونړ ولایت مرکز اسد آباد عالي لېسې د والدینو شورا، یادې لېسې ته ۱۷ پایې د چت پکې وپېرلې، چې د چارواکو لخوا ترې مننه او قدرداني وشوه.

دایکنډي
د لوستلو او لیکلو مهارتونو تر زده‌کړې وروسته، ۵۷ تنه د سوادزده‌کړې ګډون‌وال، د دایکنډي ولایت په مرکز نیلي ښار کې د سوادزده‌کړې تر ۹ میاشتنیو زده‌کړو وروسته فارغ شول.

ننګرهار
د ننګرهار ولایت د ۲۳ ګونو ولسوالیو پوهنې آمریتونو اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو لپاره یو علمي سیمینار ترسره شو.

لوګر
د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار کمال خېل عالي لېسې د شورا په مرسته، په یاد ښوونځي کې د ۱۶۰۰۰ افغانیو په لګښت د اوبو رسولو سیسټم نصب او فعال شو.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS