د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د کابل ښار نادریې عالي لېسې آزموینو لړۍ وڅاره

media-moe
Tue, Jul 08 2025 2:59 PM
5462

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق «صادق» په داسې حال کې چې د یاد وزارت د څارنې او ارزنې رئیس، تخنیکي ټیم او د څلورمې ښوونیزې حوزې آمر یې هم ملتیا کوله؛ د نادریې عالي لېسې د څلورنیم میاشتنیو آزموینو بهیر څخه څارنه او ارزونه وکړه.

لومړی د کیفیت تضمین ښاغلي معین او مل پلاوي د نادریې لېسې له مسئولینو سره تر ناستې وروسته، د یادې لېسې د آزموینو لړۍ، محیط، کیفیت او کمیت څخه ډاډ ترلاسه او منسوبینو ته یې د دغې پروسې د روڼتیا، کیفیت، پایلو پروخت طی مراحل کولو، مسئولیتونو ته پر پاملرنې او زده‌کوونکو هڅونې په موخه اغېزناکې ویناوې او سپارښتنې وکړې.

ورپسې د څلورمې ښوونیزې حوزې آمر او نادریې لېسې مسئولینو پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د تل په څېر به په پوره صداقت او اېماني وجېبې سره خپلې اړوند دندې د اصولو سره سمې ترسره او د زده‌کوونکو د زده‌کړو کیفیت لالوړولو ته به لومړیتوب ورکړي.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS