د هلمند ولایت د دیني مدارسو ۳۶ تنو مدیرانو لپاره د اداري اسنادو لارښود سیمینار جوړ شو

media-moe
Tue, Jul 01 2025 3:59 PM
25

د هلمند ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو مدیریت له خوا، د یاد ولایت د دیني مدارسو ۳۶ تنو مدیرانو او مهتممینو لپاره "د دیني مدارسو د مدیرانو او مامورینو لپاره د ځانګړو اداري مکاتیبو لارښود" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار ترسره شو.

په یاد پروګرام کې به ګډون‌والو ته د اداري اسنادو او مکاتیبو ډولونه، فورمې، جوړښت او د مکاتیبو لیکلو طریقې په څېر موضوعات تدریس شي.

د پوهنې ولایتي چارواکو د دې پروګرام هرکلی وکړ او په تعلیمي چارو کې پرمختګ یې د ټولنې د زیربناوو د پراختیا او ودې لپاره مهم او ارزښتناک وباله.

د یادونې وړ ده چې همدغه پروګرام د ګډون‌والو لخوا تود هرکلي سره مخامخ شو او تمه کېږي چې په نږدې راتلونکي کې به د یاد ولایت د تعلیمي څانګو په نورو ادارو کې هم ورته سیمینارونه ترسره شي.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS