د بدخشان ولایت د ښوونځیو آمرینو او ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو

media-moe
Thu, Jun 26 2025 12:14 PM
24

د بدخشان ولایت یفتل پایان ولسوالۍ د آمرینو، سرښوونکو، ښوونکو او د ښوونځیو شوراګانو غړو لپاره د "اغېزمن تدریس او زده کړې ته هڅولو" تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

د یاد روزنیز پروګرام موخه د آمرینو، ښوونکو، سرښوونکو او د ښوونځیو شوراګانو د غړو مسلکي وړتیاوې لوړول دي، ترڅو په همدغه ولسوالۍ کې د ښوونځیو د ښوونکو د تدریسي پروسې کیفیت لاپسې لوړ او خپل زده‌کړي مهارتونه په مؤثره او معیاري ډول ښوونځيو کې پلې کړي.

د پوهنې چارواکو په خپلو ویناوو کې د داسې ورکشاپونو پیل د ښوونکو لپاره یوه جدي اړتیا وبلله او له ګډون‌والو یې وغوښتل چې د وکشاپ له منځپانګې څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

د یادونې وړ ده چې په دغه شپږ ورځني ورکشاپ کې به ګډون‌والو ته، د تدریس نوي مېتودونه، د ټولګي اغېزمن مدیریت، د تعلیمي رهبرۍ رول او د زده‌کړې په پروسه کې د والدینو او ټولنې رول په اړه معلومات ارایه شي.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS