د کابل ښار اړوندو ښوونځيو د بدني زدهکړې روزونکو لپاره سیمینار پای ته ورسېد

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست، د کابل ښار د بدني روزنې ښوونکو د سپورټي وړتیاوو لوړولو په موخه، د ښوونځیو ۳۰ تنو ښوونکو لپاره د والیبال او فوټسال برخو کې یو روزنیز سیمینار ترسره کړ؛ چې تر څلورو ورځو وروسته پای ته ورسېد.
د یاد سیمینار د پای مراسمو کې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د ریاست د سپورټي څانګو رئیسانو او چارواکو، د کابل ښار د ښوونځیو سپورټي ښوونکو او د سپورټ یو شمېر مینهوالو حضور درلود.
د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس محترم مفتي محمد یوسف ثاقب، د یادو پروګرامونو څخه د خپل ملاتړ اعلانولو پرمهال وویل: د دې سیمینار د جوړولو موخه، د بدني روزنې له نویو قوانینو اومهارتونو سره د ښوونکو او زدهکوونکو آشنا کول دي.
د کابل ښار ښوونځيو د سپورټ استادانو او ګډونوالو د خپلو وړاندیزونو او ستونزو وړاندې کولو سربېره، د داسې پروګرامونو ترسره کولو هرکلی وکړ او هغه یې د زدهکوونکو او ځوانو لوبغاړو د سپورټي قوانینو په اړه د پوهاوي په لوړولو کې اغېزمن وګڼل.
د مراسمو په پای کې د مسئولینو له لوري، ګډونوالو ته تصدیق پاڼې او سپورټي ډالۍ لکه؛ جمپرونه، کرمچ بوټونه او د سپورټ کڅوړې ووېشل شوې.