فاریاب ولایت کې د ۲۱ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ ورغول شوه

media-moe
Mon, Jun 16 2025 10:23 AM
12

د یوې همکارې ادارې په ملاتړ د ۲۱.۳۴ مېلیونه افغانیو په لګښت، د فاریاب ولایت په خواجه موسی ولسوالۍ کې د المار لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د یاد ولایت پوهنې رئیس د دغې ودانۍ جوړول د پوهنبز کیفیت لاښه والي او سالم تعلیمي چاپېریال رامنځته کولو په لور یو مهم ګام وباله.

دغه ودانۍ چې په اساسي ډول په ۲ پوړونو کې جوړه شوې ده، ۱۳ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، یو لابراتوار، د لمریزې برېښنا سیسټم، احاطوي دېوال، د پاکو اوبو یو حلقه څاه، د سپورټ لوبغالی او نور اړین ملحقات لري.

د یادونې وړ ده، همدغه ودانۍ په ۳۰۰۰ متره مربع ځمکې کې جوړه شوې، کوم چې د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو لخوا پوهنې ته وقف شوې وه او ۴۶۸ تنه زده‌کوونکي به په یو وخت کې هلته زده کړې وکړي.

Latest news

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

Wed, Jun 11 2025 2:24 PM
Background image

Official Visit of the Ministry of Education Delegation Headed by the Deputy Minister from the Russian Federation

Alhaj Mawlawi Sakhawullah sayed, Deputy Minister of Education of the Ministry of Education, leading a high ranking delegation of the Islamic Emirate of Afghanistan, departed for the. . .

BACK TO NEWS