د بدخشان ولایت په سایف شهید عالي لېسه کې یو باب لابراتوار پرانیستل شو

media-moe
Wed, May 28 2025 11:34 AM
14

د بدخشان ولایت مرکز فیض آباد ښار اړوند د سایف شهید عالي لېسې زده‌کوونکو ته د عملي زده کړو آسانتیاوو لپاره، پر ساینسي مضمونونو سمبال یو مجهز لابراتوار، چې ۳۵۰ قلمه عصري او معیاري تجهیزات هم لري، جوړ او د یاد ولایت پوهنې چارواکو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شو.

په یادو مراسمو کې پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد، د ساینس مرکز علمي غړو، استادانو او زده‌کوونکو ګډون درلود.

د پوهنې رئیس د خپلې وینا پرمهال، د ساینس په څانګو کې د پروګرامونو د پیاوړتیا، د علمي لابراتوارونو د جوړولو او د زده‌کوونکو او ښوونکو علمي وړتیاوو لوړولو لپاره د پوهنې وزارت د کلک ملاتړ اعلان وکړ، او ټینګار یې وکړ چې د تعلیمي بنسټونو پیاوړتیا د پوهنې وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه ده.

د یاد ښوونځي زده‌کوونکو او ښوونکو هم د ساینسي لابراتوار له جوړولو او پرانیستلو څخه خوښي څرګنده او د زده‌کوونکو د تعلیمي کچې لاښه والي لپاره یې د پوهنې وزارت له فعالیتونو ستاینه وکړه.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS