په پېښور کې د مېشتو افغان کډوالو وضعيت ارزونې په پار ناسته وشوه
په پېښور کې د ا.ا.ا لويې قونسلګرۍ په لارښوونه د افغان کډوالو وضعيت ته د رسېدنې ګډې کمېټې، د اکوړي کمپ مېشتو افغان کډوالو سره وکتل.
د یادې لیدنې اساسي موخه د افغان کډوالو د ستنېدنې بهير اړوندو مسايلو او هراړخیزو ستونزو راټولول وو؛ تر څو کډوال وکولی شي، په مصئونه او باعزته توګه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
په پېښور کې مېشت د پوهنې وزارت آتشه وویل: یاد وزارت د راستنېدونکو کډوالو د ښوونې او روزنې په برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو لپاره بشپړ چمتووالی نیولی دی او ډاډ یې ورکړ، چې د دوی د ماشومانو د زدهکړو په برخه کې به هراړخیز فرصتونه برابر کړي.
