د نجم القرآن تر سرلیک لاندې د قرآن کریم د حفظ او حسن قرائت سیالۍ پای ته ورسېدې 

media-moe
Mon, May 12 2025 11:30 AM
با

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار اړوند غازي محمد ایوب خان مېني عمري ماڼۍ کي د یو لړ مراسمو پر مهال د سویل لوېدیز زون په کچه د نجم القرآن تر سرلیک لاندي د قرآ ن‌کریم د حفظ او حسن قرائت سیالۍ پای ته ورسېدې.
په یادو پرتمینو مراسمو کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس الحاج مفتي عبدالرزاق"صدیق"، د هلمند ولایت والي الحاج مولوي عبدالرحمن "مسلم کندزي، پوهني رئیس الحاج مولوي محمد عوض"انصاري"، مسئولینو، ګڼ شمېر جیدو علماء کرامو، حافظانو، قاریانو او عامو وګړو ګډون درلود.
لومړی د هلمند ولایت پوهني رئیس د یادو آزموینو په تړاو هر اړخیزي خبري وکړې ویې ویل: چي دغه سیالۍ د پوهني وزارت د اسلامي زده کړو معینیت په نوښت، د زون په کچه ۸ میاشتي وړاندې په هلمند، کندهار، زابل او اروزګان کي پیل شوي وې، چي نن پای ته ورسېدې.
نوموړي زیاته کړه: یادي سیالۍ په دریو پړاونو کي ترسره شوې، چي پکې ۴ تنو حافظانو او ۴ تنو قاریانو برخه لرله.
ورپسې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس په خپله وینا کې د داسې سیالیو ترسره کول د مدارسو د طلابو په هڅولو او د هغوی ترمنځ د سالم رقابت فضاء رامنځته کولو لپاره خورا مهمې وبللې او دا لړۍ یې د تعلیمي وضعیت لاښه والي لپاره ګټوره وبلله.
د یادونې وړ ده چې د سویل لویدیز زون په کچه په دغو سیالیو کې، د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اړوند سعد ابن ابي وقاص «رضی الله عنه» له مدرسې څخه د حفظ په برخه کې حافظ محمد ادریس او د حسن قرائت برخه کې، د همدې ولسوالۍ له دارالعلوم شریعه څخه قاري سراج الدین لومړي مقامونه ترلاسه کړل.
په پای کې د مسئولینو له لوري د یادو سیالیو د لومړي مقامونو ګټونکو ته ۲۰ زره افغانۍ، د دویم مقامونو ګټونکو ته ۱۰زره افغانۍ او د درېیم مقامونو ګټونکو ته ۵ زره افغانۍ نغدي جایزې ورکړل شوې.

Latest news

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

Wed, Jun 11 2025 2:24 PM
Background image

Official Visit of the Ministry of Education Delegation Headed by the Deputy Minister from the Russian Federation

Alhaj Mawlawi Sakhawullah sayed, Deputy Minister of Education of the Ministry of Education, leading a high ranking delegation of the Islamic Emirate of Afghanistan, departed for the. . .

BACK TO NEWS