په نیمروز ولایت کې د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
Sun, May 04 2025 3:47 PM
152

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار په شریف آباد سیمه کې د جمال الدین عرب لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې مسئولینو، سیمه ییزو مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو په جضور کې کېښودل شوه.

د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل احمد حقاني په وینا، دغه ودانۍ چې ۸ درسي خونې، احاطوي دېوال، د څښاک پاکو اوبو ۲ څاګانې او نور اړین ملحقات به ولري؛ د برادران نورزاد سوداګریز شرکت په مرسته څه د پاسه ۲ مېلیونه افغانیو لګښت سره په ۱۵۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړېږي.

د نیمروز ولایت پوهنې رئیس وویل چې د همدغه ښوونځي جوړولو سره به د ځایی زده‌کوونکو ستونزې حل شي او د ښوونځي له چارواکو او زده‌کوونکو یې وغوښتل چې د ښوونځي په ساتنه او پالنه کې جدي هلې ځلې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پورته ذکر شوي شرکت تل د پوهنې ریاست سره همکاري کړې او په دې وروستیو کې یې په یاد ولایت کې د سیادک لومړني ښوونځي لپاره ځمکه اخیستې او ورته یې ودانۍ رغولې، چې د ۶۰۰ تنو ماشومانو لپاره یې ښوونیزې آسانتیاوې برابرې کړې.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنیز نظام لپاره د هېوادوالو او ملي سوداګرو له مادي او معنوي ملاتړ څخه خوښي څرګنده او په دې برخه کې د هغوی کړنې ستایي.

Latest news

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

Wed, Jun 11 2025 2:24 PM
Background image

Official Visit of the Ministry of Education Delegation Headed by the Deputy Minister from the Russian Federation

Alhaj Mawlawi Sakhawullah sayed, Deputy Minister of Education of the Ministry of Education, leading a high ranking delegation of the Islamic Emirate of Afghanistan, departed for the. . .

BACK TO NEWS