د کرنې او اوبو لګولو وزارت څخه پوهنې وزارت ته ۳۰ جرېبه ځمکه ولېږدول شوه

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت د رئیس مولوي سمیع الحق «حماس» او د کرنې- اوبو لګولو وزارت د ځمکو د اراضۍ ریاست د لېږد او وېش د رئیس مولوي سید محمد »سعید» ترمنځ په یوه غونډه کې، د دوه اړخیزې همکارۍ د تمرکز په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
په یاده غونډه کې د افغانستان.ا.ا. د عالي مقام د مشرتابه د حکم پر بنسټ، په بدخشان ولایت کې د یو باب دیني مدرسې جوړولو لپاره ۱۰ جرېبه ځمکه او د غزني ولایت په مرکز کې ۲۰ جرېبه ځمکه د دارالعلوم د یوې برخې جوړولو په موخه وقف شوه او دواړو لوریو د پورته ذکر شویو ځمکو د لېږد اسناد لاسلیک کړل.
بل خوا د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس، د کرنې- اوبو لګولو وزارت د ځمکو د اراضۍ ریاست څخه قدرداني وکړه او د یادو همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.