د کابل ښار یو شمېر ښوونځیو د والیبال سپورټي لوبډولو ترمنځ پسرلنۍ سیالۍ پیل شوې

د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې د لېسو د زده کوونکو والیبال سپورتي لوبډلو ترمنځ پسرلنۍ سیالۍ، په رسمي ډول د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې څانګې د مسئولینو، روزونکو، زده کوونکو او د سپورټ مینه والو په حضور کې پیل شوې.
دغه لوبې د عبدالرحیم شهید، یوسف بانګي، محمدیه ښارګوټي، فیض محمد کاتب، دوغ آباد او څو نورو لېسو د لوبډلو ترمنځ له مهالوېش سره سمې پیل او ټاکل شوې ده چې تر پنجشنبې، ۱۱/۳ /۱۴۴۶ (د غويي تر ۱۱ مې ۱۴۰۴) پورې دوام وکړي.
مسئولینو په خپلو ویناوو کې د سپورټ په روغتیايي ګټو خبرې وکړې او زدهکونکو لپاره یې د سپورټي آسانتیاوو په برابرولو کې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ.