د زابل ولایت د مدارسو ط.الب العلمانو ترمنځ د قرآن کریم د حفظ او حسن قرائت سیالۍ ترسره شوې

media-moe
Sun, Dec 22 2024 11:16 AM
415

د نجم القرآن تر نامه لاندې د قرآن کریم د حفظ او حسن قرائت هغه سیالۍ چې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معينيت له خوا د هېواد په سویلي ولايتونو کې پیل شوې، یادې سيالۍ په زابل ولايت کې دقرآن کريم د ۲۴ تنو حافظانو تر منځ په لاره واچول شوې.

دغه سیالۍ د زابل پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل ولي متقي، مسئولینو، د علماوو شورا غړو، یو شمېر استادانو او طلابو په حضور کې په پوره روڼتیا سره د حفظ او حسن قرائت په برخه کې ترسره شوې؛ چې په پایله کې یې له جمال القرآن دارالحفاظ څخه نثاراحمد په حفظ برخه کې او د القرآنیه دارالحفاظ څخه قدرت الله د حسن قرائت برخه کې لومړي مقامونه خپل کړل.

د پوهنې مسئولین دواړو ګټونکو ط.الب العلمانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د دوی لپاره د لازیاتو بریاوو دعاء کوي.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS