د پوهنې وزارت سرپرست د هلمند ولایت ښوونیز او روزنیز وضعیت له نږدې وڅاره

media-moe
Tue, Dec 17 2024 1:04 PM
fdd
د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبيب الله آغا او ورسره مل پلاوی چې د هېواد په سوېلي ولايتونو کې د ښوونيز وضعیت په ارزونه او څارنه بوخت دی، نن د هلمند ولایت تعلیمي وضعیت وارزاوه.
په هغه کتنه کې چې نوموړي د دغه ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، مسئولینو، استادانو او علماوو سره درلوده، د یاد ولایت پوهنیز وضعیت په اړه بحثونه او تفصیلي خبرې وکړې.
د پوهنې وزارت سرپرست د دغه سفر په دوام د پوهنې له رئیس او مسئولینو سره په ګډه ګرشک، باباجي، کجکي، سنګین او موسی کلا ولسوالیو ته د سفر پرمهال، د یو شمېر مدارسو او ښوونځیو څخه لیدنه وکړه او د یادو ښوونیزو بنسټونو له مشرانو، مهتممینو او طالب العلمانو سره یې له نږدې خبرې وکړې.
د پوهنې وزارت سرپرست په ګرشک ولسوالۍ کې له حبیبیه دارالعلوم او مزمل مدرسې، موسی کلا ولسوالۍ کې د نسیمه اناثیه مدرسې، سنګین ولسوالۍ کې د حقانيه مدرسې، لوی کندهار اسلامیه شرعیه او یو باب دارالایتام، کجکي ولسوالۍ کې د مرحوم عالیقدر امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد له جامعه الشهداء مدرسې، ابوحنیفه(رحمه الله) مدرسې او سفلی ښوونځي څخه لیدنه وکړه، استادان يې د هېواد بچیانو سالمې ښوونې او روزنې او زده کوونکي یې په خپلو درسونو کې کوښښ کولو ته وهڅول.
له بلې خوا د یادو ادارو مسئولینو د پوهنې وزارت مشرتابه ته ښه راغلاست ووایه او یو لړ ستونزې، وړاندیزونه او نظریات یې د پوهنې وزارت له سرپرست سره شریک کړل، چې د مشرتابه له لوري ورته د ستونزو په حل کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د دغو غونډو په پای کې د يادو مدارسو مهتممین او طالب العلمان د پوهنې وزارت د سرپرست له خوا په نغدي ډالیو وویاړل شول.
یو شمېر علماوو او د خلکو استازو هم د علم او پوهې پر ارزښت خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د پوهنې وزارت د رهبرۍ له پاملرنې مننه وکړه.

 

Latest news

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

BACK TO NEWS