د ولایتونو پوهنې ریاستونو، خدماتي واحدونو د همغږۍ او روزنیز ورکشاپ پرانیستل شو
د پوهنې وزارت خدماتو ریاست له لوري، د یاد وزارت د ولایتونو پوهنې ریاستونو خدماتي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پيل شو.
په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت د خدماتو رئیس استاد حبیب الله خالد سربېره، یو شمېر مرکزي رئیسانو، مسئولینو او کارکوونکو حضور درلود.
د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنې وزارت د خدماتو رئیس مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په اهمیت خبرې وکړې او له ګډون والو يې وغوښتل، تر څو د ياد ورکشاپ له علمي محتوا څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د دغه ۳ ورځني ورکشاپ په ترڅ کې به د خدماتو ریاست اړوند د ولایتونو ۱۰۵ تنو کارکوونکو ته، په معیاري ډول د پلان جوړونې، ارزونې، حسن سلوک، اداره، مدیریت، همغږۍ او په معیاري ډول د راپور جوړولو په برخو کې روزنه ورکړل شي.
په پلان کې ده، چې د ورکشاپ په پای کې د کارکوونکو تر ارزونې وروسته هغوی ته تصدیق پاڼې هم ووېشل شي.
