د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو «اوونیز راپور»

media-moe
Sat, Dec 07 2024 1:52 PM
df

 

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو په تېره اوونۍ کې، د کابل ښار بېلابېلو ناحیو اړوندو خصوصي ښوونیزو بنسټونو لکه؛ تسنیم نصرت، اسکای نړیواله اکاډمي، نقطه، موافقیت، حجرالاسود، زبان اکاډمي،انګلسي من، آمنا اکاډمي، آموزشګاه علي او السدید مرکز څخه لیدنې وکړې او د هغوی تعلیمي وضیعت یې له نږدې وارزاوه.

همدارنګه د دعوت او ارشاد ریاست مبلغینو د یادو ښوونیزو بنسټونو مسئولینو ته په یو شمېر پوهنیزو برخو کې د نیمګړتیاوو له منځه وړلو، په ورځنیو چارو کې د شرعي مسایلو په بشپړ تطبیق او د ښوونیز کیفیت لاښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

له بلي خوا د یادو بنسټونو مسئولینو د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د پلاوي له ورتګ څخه خوښي څرګنده او ژمنه یې وکړه، چې د یاد ریاست د لارښوونو سره سم به خپلې ورځنۍ چارې ترسره کړي.

په ورته مهال د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د پوهنې وزارت د مرکزي هستې کارکوونکو ته اصلاحي وینا وکړه، د هغوی اداري کړنې یې وکتلې او ور څخه یې وغوښتل، تر څو خپلو مسئولیتونو او دندو ته په جدي ډول متوجې واوسي او د مراجعینو کارونه پرته له ځنډ څخه په ټاکلي وخت سرته ورسوي.

همدارنګه دعوت او ارشاد ریاست ته له کابل ښار او د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لاس ته راغلي راپورونه ښیي چې:

په تېره اوونۍ کې له ټاکل شوي مهال وېش سره سم د تعلیمي مرکزونو اړوندو کارکوونکو ته د دیني درسونو لړۍ په نورمال ډول روانه وه.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS