د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره د پوهنې وزارت د بودیجې کمېټې غونډه جوړه شوه

media-moe
Wed, Dec 04 2024 1:43 PM
شسبشیبل
د پوهنې وزارت د بودیجې کمېټې غونډه، د یاد وزارت د سرچینو او ادارې د معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل په مشرۍ په داسې حال کې جوړه شوه، چې پکې د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی ریاست یو شمېر رئیسانو او استازو هم حضور درلود.
د غونډې ګډون والو ترمنځ د معینیتونو او ریاستونو د هغو وړاندیزونو او پلانونو په اړه چې د بودیجې د ټاکلو لپاره یې درلودل، هر اړخیز بحثونه ترسره او د هرې ادارې په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
همدارنګه د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو، ښوونې او روزنې معینیتونو سربېره، د نشراتو او عامه اړيکو رياست له استازو څخه يوه ګډه کمېټه جوړه شوه، چې د راتلونکي ښوونیز کال لپاره د مدارسو او ښوونځيو د زده کوونکو لپاره د درسي کتابونو اړتياوې وڅېړي او اړوند راپور دې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS