لوګر ولایت کې د ۱۵۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۱۴ بابه ښوونځیو رغولو چارې د پای ته رسېدلو په درشل کې دي

media-moe
Wed, Dec 04 2024 1:01 PM
dawf
د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار سربېره په خروار، بره کي برک، محمدآغې او چرخ ولسوالیو کې د ۱۴ بابه ښوونځیو د ودانیو رغنیزې چارې، چې شاوخوا ۸ میاشتې وړاندې د پوهنې د ملاتړو بنسټونو په همکارۍ د ۱۵۵ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وې؛ اوسمهال د پرانیستلو په درشل کې دي.
د پوهنې مسئولينو په وينا، د يادو پروژو په پرانیستلو سره به څه باندې ۲۰ زره تنو زده کوونکو ته چې په آزاده فضا کې زده کړې کوي، د زده کړې مناسب ښوونیز چاپېريال برابر شي.
په ورته مهال لوګر ولایت کې د تېرو دریو میاشتو راهیسې د ۵۷ مېلیونه افغانیو په لګښت ۱۹ ښوونیزې پروژې په رسمي ډول پرانیستل شوې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS