د یو شمېر ولایتونو د ښوونځیو له زده کوونکو څخه د آزمویښتي معیاري آزموینو اخیستلو لړۍ پیل شوه

media-moe
Wed, Dec 04 2024 12:58 PM
ddf
د پوهنې وزارت د پلان رئیس مولوي حبیب الله «مؤذن» او ورسره مل پلاوي خوست ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت اړوند اسماعیل خان مندوزيو ولسوالۍ په خړین عالي لېسه کې د معیاري آزموینو آزمویښتي پروسه پرانیسته، چې ور سره سم په څلورو نورو ولايتونو «بلخ، پروان، هرات او غزني» کې هم دغه لړۍ پيل شوه.
همدارنګه د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق «صادق» د غزني ولایت پوهنې رئیس او مسئولینو سره په ګډه، په ياد یاد ولایت کې د آزموینو له بهیر څخه څارنه وکړه او زده کوونکو ته یې د علم او پوهې په تر لاسه کولو کې د زیاتو هلو ځلو توصیه وکړه.
په ورته مهال د معیاري آزموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې رئیس مولوي شمس الرحمن حماس په هرات، د څارنې او ارزونې رئیس مولوي غلام ربي رباني پروان او د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس مفتي محمد یوسف ثاقب په بلخ ولایتونو کې د ذکر شویو آزموینو له پروسو څخه څارنه وکړه.
پوهنې مسئولینو په یادو ولایتونو کې د آزمویښتي معیاري آزموینو له بهیر څخه د لیدنې په ترڅ کې، د هېواد په ښوونیزو بنسټونو کې د معیاري آزموینو په تعمیم سربېره، د عدالت او روڼتیا پر تامین ټینګار وکړ.
د همدغو ولايتونو پوهنې رئيسانو هم د يادې موضوع په اړه خبرې وکړې او زده کوونکي يې وهڅول، تر څو په خپلو درسونو کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS