د پوهنې وزارت مالي او حسابداري رئیس پکتیا ته په رسمي سفر ولاړ

media-moe
Thu, Nov 14 2024 9:24 AM
fghfd

د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري رئیس مولوي صدرالدین «سعد» په مشرۍ پلاوی د رسمي سفر په ترڅ کې پکتیا ولایت ته ورسېد.

په پیل کې د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري رئیس د پکتیا ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي او آمرینو سره په کتنه کې، د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د بودیجې د حفظ او مناسب لګښت په اړه د خبرو ترڅنګ، د یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو لکه، په مالي، لګښتونو او تدارکاتو مفصلې خبرې وکړې.

ورپسې د یاد ولایت پوهنې رئیس ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دغه ریاست د بودیجې د څرنګوالي او لګښتونو په اړه یې د دغه ریاست د کړنو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، چې د مشرتابه پلاوي له لوري ومنل شول او ستاینه یې وشوه.

ټاکل شوې چې پلاوی به په دغه سفر کې د یاد ولایت د پوهنې ریاست د بودیجې ستونزې په هر اړخیزه توګه وڅېړي.

د پکتیا ولایت پوهنې رئیس د دغه پلاوي د سفر د موخو د عملي کولو او هغوی ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS