د کابل ولایت او ښار اړوندو ښوونځیو ته د مېزونو - څوکیو وېش لړۍ پیل شوه

media-moe
Sun, Nov 10 2024 10:23 AM
dfhdf

په هغو مراسمو کې چې د کابل ولایت او ښار اړوندو ښوونځیو ته د مېزونو - څوکیو د وېش د پيل په مناسبت جوړ شوي وو، پکې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله «سعید»، د خدماتو رئیس استاد حبیب الله «خالد»، د کابل ولایت او ښار د پوهنې ریاست مسئولینو او کارکوونکو برخه درلوده.

یاده پرتمینه غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه؛ ورپسې د پوهنې وزارت د خدماتو رئیس مېلمنو او ګډون والو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د کابل ولایت او ښار اړوندو ښوونځيو ته د درسي توکو د وېش په تړاو معلومات وړاندې کړل، ویې ویل: د خدماتو ریاست له لوري په تېرو څو میاشتو کې ټولټال ۳۰۰۰ سېټه څوکۍ- مېزونه جوړ او د وېش لړۍ یې پیل شوه.

همدارنګه نوموړي څرګنده کړه، یاد ښوونیز توکي به د کابل ښار د ۱۶ ښوونیزو ناحیو او د کابل ولایت د ۱۴ ولسوالیو ښوونځيو ته ووېشل شي، چې په دې سره به دغه لړۍ تر ولایتونو هم و غځوي.

په ورته مهال د پوهنې وزارت د ښووني او روزنې معین په ټولنه کې د علم او پوهې اهمیت ته په اشارې سره وویل، چې د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې د کیفیت لوړولو په برخه کې شپه -ورځ خپلې هلې ځلې جاري ساتي او په دې برخه کې خپلو هڅو ته لاپسې دوام ورکړي.

مراسم په دعائیې سره پای ته ورسېدل.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS