د باميان ولايت پوهنې رئيس د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین سره وکتل

media-moe
Sun, Nov 10 2024 9:38 AM
hdhfd

د بامیان ولایت پوهنې رئیس قاري عنایت الله سهار د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده سره په لیدنه کې، د یاد ریاست د دندو، پرمختګونو او شته ننګونو په اړه نظرونه تبادله کړل.

دغه راز د بامیان ولایت پوهنې رئیس د دغه ریاست یو لړ وړاندیزونه او ستونزې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین سره شریکې کړې.

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د باميان ولايت د پوهنې رياست له کړنو څخه د ستاينې په ترڅ کې، د دغه رياست رهبرۍ ته ډاډ ورکړ چې د ياد رياست وړانديزونه او ستونزې به د حل په موخه د دغه وزارت له مشرتابه سره شريکې کړې.

په پاى کې د باميان ولايت پوهنې رئیس د اسلامي زده کړو له معین څخه مننه او قدرداني وکړه، کوم چې له مصروفيتونو سره سره يې ورته د لیدنې لپاره وخت ځانګړی کړ.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS