د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصائیې رئیس د غزني ولایت له پوهنې رئیس سره وکتل

media-moe
Sun, Oct 20 2024 1:02 PM
عفغع

د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصائیې رئیس الحاج مولوي بسم الله نعماني، چې په غزني ولایت کې د ښوونیزو مرکزونو په کتنه بوخت دی، نن یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د غزني ولایت د ښوونیز او روزنیز وضعیت په اړه خبرې وکړې او د ورځنیو چارو په ترسره کولو کې یې د احصائیې د موثریت او ګټو، د بودیجې په ټاکلو او لګولو، د زده کوونکو، استادانو، ښوونیزو مرکزونو د کره شمېرو او احصائیو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو یې نظرونه تبادله کړل.

له بلې خوا د پوهنې رئيس دغه ولايت ته د ورغلي پلاوي هرکلى وکړ او د غزني په ټولو ولسواليو کې يې د تعليمي ادارو د آمرینو او مدېرانو لپاره د احصائيوي سيمينارونو د پيل ډاډ ورکړ.

Latest news

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

BACK TO NEWS