پکتيکا ولايت کې د ۳ مېليونه افغانيو په لګښت د يوې مدرسې د ودانۍ چارې پای ته ورسېدې

media-moe
Sun, Oct 20 2024 11:51 AM
dsgf

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست چارواکي خبر ورکوي، چې د مسئولینو له لوري د یحیی خېلو ولسوالۍ اړوند اسعدآباد پارک کلي کې د یو باب دیني مدرسې نوې ودانۍ، د مدارسو او ښوونځیو د ښوونکو، زده کوونکو، یو شمېر علماء کرامو او د سیمې د خلکو د استازو په حضور کې پرانیستل شوه.

د يادونې وړ ده، د دغې مدرسې د ودانۍ لګښت د يادې ولسوالۍ د اوسېدونکو له خوا ورکړل شوى او په ۲ جرېبه ځمکه کې چې د يادې ولسوالۍ د يو تن علمي شخصیت خليفه اسدالله له خوا وقف شوې، جوړه شوې ده.

په ياده مدرسه څه باندې درې مېليونه افغانۍ لګښت راغلى، چې ۳ درسي خونې او نور اړين ملحقات پکې جوړ شوي دي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې په برخه کې د خلکو د ملاتړ د هرکلي په ترڅ کې، د پکتیکا ولایت د یحی خېلو ولسوالۍ د خلکو د دغه نېک احساس قدرداني کوي.

Latest news

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

BACK TO NEWS