د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت پلاوی سرپل ولایت ته ولاړ

media-moe
Sun, Oct 13 2024 9:44 AM
سشیبل

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده د یو شمېر ښوونیزو چارو د ترسره کولو په موخه سرپل ولایت ته ورسېد. نوموړي په داسې حال کې چې د سرپل پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني یې هم ملتیا کوله، د دغه ولایت له والي الحاج مولوي محمد ظریف مظفر سره وکتل او د پوهنې وزارت د پلانونو په اړه یې خبرې او نظرونه تبادله کړل. په دې کتنه کې د پوهنې وزارت معین په دغه ولایت کې د پوهنیزو بنسټونو د پراختیا او د هېواد بچیانو لپاره د ښوونیزو چوپړونو د وړاندې کولو په برخه کې، د یاد وزارت پلانونه له والي سره شریک کړل، چې له مقابل لوري څخه ورسره د پلاونونو د پلي کولو په برخه کې د هراړخیزې همکارۍ ژمنه وشوه. په ورته مهال په هغه کتنه کې چې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د سرپل ولایت له پوهنې رئیس سره درلوده، د خپل سفر بنسټیزې موخه: د تشکيلاتي ستونزو حل، د مدارسو د طلابو اعاشې برابرول او د دغه ولايت په تعليمي ادارو کې د تدريسي کيفيت لاښه والی وباله. دغه راز نوموړي له مسئولینو وغوښتل چې د پوهنې وزارت ښوونیز نصاب دې د یاد ولايت په مدارسو کې تدريس او د ديني او عصري زده کړو پراختيا يې يو له اساسي بنسټونو څخه وباله او د هېواد د ماشومانو پر سالمې روزنې یې ټینګار وکړ. ورپسې د پوهنې وزارت معین د سرپل ولایت کوهستاناتو ولسوالیو ته ولاړ او هلته یې هم د علماءکرامو او د خلکو له استازو سره په کتنه کې، د تعلیمي وضعیت لاښه والي په موخه د هغوی نظریات او وړاندیزونه واورېدل. نوموړي د یو شمېر مدارسو د ستونزو په اړه وویل، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره به په کوهستانات، البدر، الفتح او بلخاب ولسوالیو کې د لیلیو لپاره ځانګړې آسانتیاوې برابرې کړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS