په کابل ولایت کې د ۹ اعشاریه ۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت د یو باب ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې
د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې د "وچ کاریز" ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې د پوهنې مسئولینو، د خلکو استازو او د یادې ولسوالۍ د یو شمېر علماءکرامو په ګډون د بنسټ ډبرې په اېښودلو سره رسماً پیل شوې.
د پوهنې مسئولینو د معلوماتو له مخې، د یاد ښوونځي ودانۍ چې په یو جرېب او یوه بسوه کې جوړېږي، ځمکه یې د همدې ولسوالۍ د یوه مشر مرحوم عبدالجمیل کورنۍ له خوا پوهنې ته وقف شوې ده.
هغوی زیاتوي چې دغه ښوونځی د ۹ مېلیونه ۶۴۹ زره ۶۳۲ افغانیو په ارزښت د پوهنې په برخه کې د یو همکار بنسټ له لوري جوړېږي.
په پلان کې ده، چې د ښوونځي دغه نوې ودانۍ به ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي احاطوي دېوال او نور اړین ملحقات ولري.
د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد له پوهنیز نظام څخه د خلکو ملاتړ د ستاینې وړ بولي او هرکلی یې کوي.
