د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د بدخشان ولایت له والي سره وکتل
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده چې د بدخشان ولایت د دیني مدارسو او دارالعلومونو د ځینو چارو د ترسره کولو په موخه یاد ولایت ته تللی؛ نن یې د دغه ولایت له والي مولوي محمد ایوب خالد سره په ګډه په لرې پرتې ولسوالۍ واخان کې د امام ابو حنیفه رحمه الله (رحمه الله) دیني مدرسه او یو باب لیلیه تاسیس کړه.
د بدخشان والي د پوهنې وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وويل، چې بدخشان د هېواد له غرنيو ولايتونو څخه دى، چې ستونزمنې او ناامنه ترانسپورتي لارې لري، د پوهنې د زمينې د برابرولو په موخه يې ودانيو ته اړتيا ده. په دې ځای کې باید د هېواد د ماشومانو لپاره آسانتیاوې برابرې شي.
د غونډې په پای کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د یاد ولایت د مقام له همکارۍ مننه وکړه، چې په واخان ولسوالۍ کې یې د یادې مدرسې او لیلیې په جوړولو کې مرسته کړې ده.
