د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو او د ښوونیزو پایلو ارزونې ریاست پلاوي، د هېواد یو شمېر ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

media-moe
Wed, Oct 02 2024 9:30 AM
dfghn
د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو او د ښوونیزو پایلو ارزونې ریاست اړوند د ۴۲ تنو کارپوهانو، متخصصینو او علمي غړو ګډ پلاوي، خوست، کاپیسا، نورستان، هرات، سمنګان او بلخ ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې، د ښوونځیو د درېیمو ټولګيو د زده کوونکو تعلیمي کچه و ارزوله او د شپږم ټولګي د څلور نیم میاشتنو آزموینو پایلې یې هم وڅارلې.
د دغو سفرونو په ترڅ کې پلاوي د يادو ولايتونو د پوهنې رياستونو له رئيسانو او يو شمېر نورو مسئولينو سره وکتل او د ښوونکو تدریسي کيفيت او د زده کوونکو د ښوونیزې کچې د لوړوالي په اړه يې د علاقې وړ موضوعاتو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
له بلې خوا د يادو ولايتونو د پوهنې رئيسانو د دغه پلاوي له سفر څخه د خوښۍ په څرګندولو سره ژمنه وکړه، چې له زده کوونکو څخه د آزموينې اخيستلو د لارښوونو د پلي کولو او د هغوى د څارنې په برخه کې به له پلاوي سره هراړخیزه همکاري وکړي.

 

Latest news

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

BACK TO NEWS