د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې پلاوي یو شمېر ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

media-moe
Sun, Sep 29 2024 3:02 PM
dfghj
د رفیع الله ستانکزي په مشرۍ د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو او د ښوونیزو پایلو ارزونې ریاست پلاوي، سمنګان ولایت ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس مولوي محراب الدین اقبال سره وکتل او د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو د درېیم ټولګي د زده کوونکو د پوهې د کچې ارزونې په موخه یې خبرې اترې وکړې.
همدارنګه د یو بل خبر له مخې د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې ریاست پلاوی چې د بلخ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونځیو د زده کوونکو د تحصیلي کچې په ارزونه بوخت دی، د یاد ولایت له پوهنې رئیس مفتي محمد شریف عثماني سره وکتل.
په دې کتنه کې د زده کوونکو د تحصیلي کچې ارزونې په اړه خبرې ترسره شوې.
د یاد ولایت پوهنې رئیس د پلاوي د سفر د موخو د تطبیق په برخه کې د هر ډول آسانتیاوو او همکارۍ ژمنه وکړه.

 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS