په بامیان ولایت کې د یوې مدرسې د جوړولو چارې پیل شوې
د بامیان ولایت پوهنې رئیس قاري عنایت الله سهار، د یاد ولایت په سرخدر سیمه کې د حضرت پیغمبر(صلی الله علیه وسلم) د مدرسې بنسټ ډبره کېښودله.
د یادې مدرسې د جوړېدو لپاره ټولټال ۷ مېلیونه افغانۍ ځانګړې شوې، چې ټاکل شوې د یادې سیمې د اوسېدونکو له خوا ورکړل شي.
د پوهنې رئيس د خپلو خبرو پرمهال، د پوهنې په برخه کې د خلکو مالي مرستې يو له صدقه جاریه کارونو څخه وګڼلې او له خلکو يې وغوښتل، چې خپلې مرستې په دې ډول خيريه کارونو کې شاملې کړي.
د پوهنې وزارت رهبري هم د بامیان ولایت د سرخدر سیمې د اوسېدونکو د مالي ملاتړ څخه مننه او قدرداني کوي.
