د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی پکتیکا ولایت ته ولاړ

media-moe
Tue, Sep 10 2024 2:25 PM
یبلاتن

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست یو پلاوی د مولوي محمد نعیم عمر په مشرۍ پکتیکا ولایت ته ورسېد.

په پیل کې یاد پلاوي په هغه غونډه کې ګډون وکړ، چې پکې د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد سربېره اداري او تدریسي کارکوونکو هم حضور درلود.

د دعوت او ارشاد ریاست د پلاوي مشر، له منکراتو څخه د ټولنې د اصلاح په تړاو د اسلام د سپېڅلي دين د احکامو په اړه څرګنده کړه: د آمرینو اطاعت پر موږ واجب دی او له مامورينو يې وغوښتل، چې خپل ورځني کارونه په پوره اخلاص او نېکو اخلاقو سره په لاښه توګه ترسره کړي.

همدارنګه نوموړي له مسئولينو وغوښتل، چې هره ورځ د ښوونکو او زده کوونکو لپاره د دعوت او ارشاد ځانګړی نصاب تدريس کړي او سپارښتنه يې وکړه، چې د ښوونځيو مسئولين او زده کوونکي باید خپل سیرت او صورت په بشپړ ډول د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په سنتو برابر کړي.

دغه راز د پکتیکا پوهنې رئیس ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال، هغوی ته د خپلو هراړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS