د پوهنې وزارت د سواد زده کړې رياست نوی رئیس معرفي شو

media-moe
Mon, Sep 09 2024 2:56 PM
jhdsf

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د معین الحاج مولوي سخاءالله سعید له لوري، مولوي عبیدالله آخندزاده د سواد زده کړې رياست د نوي رئیس په توګه د یاد ریاست کارکوونکو او منسوبینو ته ور وپېژندل شو او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.

په پیل کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین په ادارو کې د مسئولينو او کارکوونکو د تبدیل او ګمارنې اداري اصولو ته په اشارې سره څرګنده کړه: په ادارو کې اداري بدلونونه یو اصل دی او دغه بدلونونه د چارو د لاښه والي او پرمختګ په موخه رامنځته کېږي.

ورپسې د سواد زده کړې رياست نوي رئیس مولوي عبيدالله آخند زاده د پوهنې وزارت د سواد زده کړې په څانګه کې د ګمارنې له امله د پوهنې وزارت له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې په هېواد کې به د بې سوادۍ له منځه وړلو په برخه کې نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کوي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS