د ۱۴۰۳ کال له پیل څخه تر اوسه پورې د سید آباد ولسوالۍ علم پروره خلکو له پوهنیز نظام سره ۷ مېلیونه افغانۍ مرسته کړې ده

media-moe
Mon, Sep 09 2024 11:38 AM
231
د ميدان وردګ ولايت پوهنې مسئولين وايي، د یاد ولايت د سيدآباد ولسوالۍ سوداګرو او معارف دوسته خلکو د ۱۴۰٣ لمريز کال له پيل څخه تر اوسه پورې د دغه ولايت له پوهنې سره ٧ مېليونه افغانۍ مرسته کړې ده.
د دوی په وينا، يادې مرستې د ښوونځيو په ترميم، د درسي ټولګيو په جوړولو، د څښاک پاکو اوبو د څاګانو په کيندلو، د اوبو رسولو د سيسټم په فعالولو، د لمريزې برېښنا د شبکو په نصبولو، د يو شمېر ښوونځيو د لابراتوارونو او کمپيوټر خونو په سمبالولو او داسې نورو برخو کې لګول شوې دي.
د پوهنې وزارت رهبري د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ له اوسېدونکو د دغو مرستو له امله مننه کوي.

 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS