په بلخ ولايت کې یو باب دیني مدرسه پرانیستل شوه

media-moe
Sat, Sep 07 2024 3:18 PM
dtrety
د بلخ ولايت د پوهنې رئيس مفتي ابو عاصم محمد شريف عثماني له لوري، د پوهنې او نورو سيمه ييزو ادارو د مسئولينو او علماوو په شتون کې، د یاد ولایت دهدادي ولسوالۍ اړوند په شير آباد کلي کې یو باب دیني مدرسه تاسیس او پرانیستل شوه.
پوهنې رئیس د هېواد د ماشومانو لپاره د زده کړو د آسانتياوو برابرولو په اړه وويل: دغه دیني مدرسه د يادې ولسوالۍ د سوداګرو او پوهنې دوستو خلکو په مرسته د یو مېلیون ٢٠٠زره افغانيو په لګښت جوړه شوې او ځمکه يې هم د ځایي سوداګرو او خلکو په مالي ملاتړ د یو مېلیون٣٠٠زره افغانيو په لګښت اخيستل شوې، چې د پوهنې په واک کې ورکړل شوې ده.
د پوهنې وزارت رهبري د هېواد له پوهنیز نظام سره د خلکو په ځانګړې توګه د بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ د اوسېدونکو له ملاتړ او مرستو مننه کوي.

 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS