په سرپل ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
Mon, Sep 02 2024 1:02 PM
lkj
د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي: په دې وروستیو کې د یاد ولایت سانچارک ولسوالۍ اړوند په ګذر کلي کې د یو باب اناثیه ښوونځي د ودانۍ چارې بشپړې او د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو له خوا ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
ياده نوې ودانۍ چې ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې له ټولو لوازمو سره او ۱۶۰ مېزونه - څوکۍ، د اوبو رسولو او لمريزې برېښنا سیسټمونه لري؛ په یو پوړ کې جوړه شوې ده.
د همدغه ودانۍ په جوړوېدلو ټولټال ۱۵ مېلیونه ۷۳۵ زره ۶۷۳ افغانۍ لګښت راغلی، چې د پوهنې یوې ملاتړ ادارې له خوا تمویل شوی دی.
د سیمې اوسیدونکو د یاد ښوونځي پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه.

 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS